IQNA

په افغانستان کې د لږکیو د وضعیّت په باب  د ملګروملتو  خبرداری(مقاله)

10:18 - November 04, 2024
د خبر لمبر: 3490105
ایکنا - د ملګروملتو د بشری حقوو ځانګړي رپورټر وئیلي دي ،په افغانستان اهل تشیّع او هزارګان د داعشي ترهه ګرې ډلې له تاؤتریخجنو حملو او د طالبانو له خوا  له توپیر سره مخ دي .

ایکنانیوز راپور راکوي،د ملګروملتو  دعمومی اسمبلۍ په  دریمې کمیټې کې د ملګروملتو د بشری  حقوقو ځانګړي رپورټر ریچرډ بنټ  د خپل وروستي راپور په وړاندې کولو سره ټينګار کړی دی،  په ژوره توګه  په افغانستان کې د قومي او مذهبی لږکیو په تیره بیا د هزارګانو  په وضعیّت اندیښمن دی.

دا لومړنی ځل نه دی چې   ملګري ملتونه  په افغانستان  کې د لږکیو په تیره بیا دهزارګانو  د وضعیّت  په باب  اندیښنه څرګندوي ، البته  اندیښمنونکی ټکی دا دی چې په  افغانستان کې  د هزارګانو او نورو لږکیو  د وضعیّت د ښه کیدا  په لړ کې  نه یوازې کوم اقدام  نه کیږي،بلکې  دوي  دترهه ګرو له حملو او دغه راز ددوي د مځکو  دنیولو  لپاره دځينو متعصبو لورو  له کرغیړنو اقداماتو سره هم مخامخ دي.

په عین حال کې  د ملګروملتو د بشری  حقوقو د رپورټر په وینا ډیره هزارګان  چې له اهل تشیَع  مکتب سره اړه لري،د خپلو مذهبی  اعمالو په ترسره کولو کې په تیره بیه په محرم میاشت کې  د خپلو اعمالو  په ترسره کولو کې په ناعادلانه توګه  محدود شوي دي.  له دې امله  هغه  په افغانستان کې د هزارګانو او نورو قومي او مذهبی  لږکیو په ضد دتاؤتریخوالو او توپیر په وړاندې  له اغیرشیندونکو حفاظتي اقداماتو پر غوره کولو او ځواب وینې ته پر فوري اړتیا ټينګار وکړ.

په وروستیو کلونو کې  دافغانستان په مختلفو سیمو کې د اهل تشیّع او هزارګانو  په ضد  هدفمنې ترهه ګرې حملې شوي چې څو موخې تعقیبوي. اول دا چې اهل تشیّع او هزارګان  او نور لږکي  له خپلو هستوګنو سیمو وکوچوي، په بله معنا،د افغانستان  د قومونو او مذهبونو ترمینځ دیوه توپیري  اقدام په ترسره کولو سره اړئ ګړئ ته لمن ووهل شي.دوهم دا چې  د شخصیّتونو ،استاذانو ، د اهل تشیّع دعالمانو او هزارګانو په حذفولو سره دغه  قومونه او شخصیّات له مینځه یوسي.

 ریچرډ بنټ  په افغانستان کې د بشری حقوقو د وضعیّت په باب   پخپل نوي راپور کې د طالبانو په زندانونو کې پر میرمنو دجنسی تیریو ځینو موردونو ، قومي او مذهبی  لږکیو په ضد  دتاؤتریخوالو پشمول ځینو نورو  موردونو په باب  هم مستندات برابر کړي دي چې د ملګروملتو  د رپورټر  په رسمي راپور کې د ځينو بدچلندونو په باب  ئې خپریدا  په حکمرانۍ کې د طالبانو د حکومت کړچار ترپوښتنې لاندې راولي.

ریچرډبنټ  پخپل راپور کې  همداراز  د افغانستان په باب دنړیوالې ټولنې په کړچار هم نیوکې وکړې او ټينګار  ئې وکړ،افغانستان  دنړیوالو بدلونونو په هائ هوئ کې باید هیر نشي.حقیقت هم دا دی چې  امریکا او اروپا  چې په افغانستان کې  د بحران اصلی عامل دي، نه یوازې ئې دغه هیواد پخپل حال پریښودلی دی ،بلکې امریکا د افغانستان د څه دپاسه لس میلیارډ ډالري شتمنیو په مصادره او نغرَلو سره،عملا دغه هیواد له اقتصادي ترینګلتیاؤ سره هم مخامخ کړی دی.

په همدې دلیل، د  ملګروملتو ځانګړي رپورټر،په افغانستان کې د بشری حقوقو د وضعیّت د ښه کیدا لپاره، نړیوالې ټولنې د یوموټي کړچار غوښته کړې  او ټينګار ئې کړی دی چې د افغانستان لپاره باید یو جامع ، غږمله او د افغانستان د درست ولس د حقوقو په رعایتولو مشتمل یو پروګرام تصویب او اجرا شي.  

captcha